‏د کابینې دوولسمې غونډې د نفتو د تصفیې معیاري کارخونو او راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو اړوند بحث وکړ

‏د کابینې دوولسمې غونډې د نفتو د تصفیې معیاري کارخونو او راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو اړوند بحث وکړ

‏د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دوولسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشري نن ترسره شوه.

‏یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، د هېواد د مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسائلو په اړه په کې بحث او ځینې پریکړې وشوې.

‏په غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل شوه چې په هېواد کې د نفتو د تصفیې کارخونو په اړه څېړنه وکړي چې ایا کولی شي معیاري نفت تصفیه کړي. 

‏همداراز سپارښتنه ورته وشوه چې د نفتو کارخونو پانګوال وهڅوي؛ ترڅو په معیاري توګه کارخونې جوړې او د اړتیا وړ ماشینري په کې نصب کړي. 

‏د دې ترڅنګ د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو هیئت ته دنده وسپارل شوه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له فرمان سره سم د کور او ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست استازو سره ناسته وکړي؛ ترڅو خلکو او په ځانګړي ډول هغو کډوالو ته چې له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستانه شوي، د کورونو جوړولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي. 

‏د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر دعاء سره پایته ورسېده.