د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون غونډه وکړه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون غونډه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون غونډه نن له غرمې مخکې د یاد کمېسیون د محترمو غړو په حضور کې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون د کمېټو فعالیتونه، کړنې او لاسته راوړنې وارزول شوې.

وروسته د کارپنځونې، هغو مهاجرو ته چې کورونه نلري د ځمکې د وېش، په اجاره د کرنیزو ځمکو د ورکړې او د ښارګوټو او بېرته راستنو شویو سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو د جوړولو طرحې په ځانګړي ډول د یاد کمېسیون د کمېټو د طرزالعملونو په اړه هراړخیز بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.#