د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د روشن مخابراتي شرکت د رهبري غړي سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د روشن مخابراتي شرکت د رهبري غړي سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن غرمه د روشن مخابراتي شرکت د رهبري غړي او منتخب شوي راتلونکي رئیس ښاغلي هانی بیدایر سره په ارګ کې وکتل. 

په پیل کې ښاغلي هانی بیدایر د اسلامي امارت د ملاتړ او هڅو د قدرداني ترڅنګ، د مخابراتي شرکتونو ستونزې یادې کړې او د هغو د حل لپاره یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په نورو برخو کې د بېلابېلو خدماتو ترڅنګ د مخابراتي شبکو او انټرنټ څانګې د شفافو کړنو، خدماتو او ځانګړو اصلاحاتو اړتیا هم ده.

نوموړي زیاته کړه، د ګمرکونو په ګډون اکثره دولتي چارې د انټرنټي اسانتیاوو له لارې ترسره کېږي، نو اسلامي امارت پدې برخه کې د همکاري او ملاتړ ډاډ درکوي.

 محترم ډاکتر ملا عبدالواسع څرګنده کړه، هغوی چې وطن او ولس ته د خدمت ژمنتیا لري زموږ دروازې تل ورته پرانیستې دي. ستونزې او وړاندیزونه یې په غور اورو او د حل لپاره یې خپلې هڅې نه دریغوو.