محترم رئیس الوزرا د ټاپي او نورو لویو پراختیایي پروژو د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته ورسېد

محترم رئیس الوزرا د ټاپي او نورو لویو پراختیایي پروژو د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته ورسېد

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند نن سهار د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د پرانیستې او کار پیلولو په مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان اسلیم چشمه،ماري سیمې ته ورسېد.
اسلیم چشمه ماري سیمې ته د اسلامي امارت د محترم رئیس الوزرا د رسېدو پرمهال د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف او یو شمېر نورو مقاماتو د نوموړي هرکلی وکړ.
ورپسې د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا د ترکمنستان اسلیم چشمه، ماري سیمه کې د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند هم حضور درلود، د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا او د ترکمنستان ملي رهبر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د لویو پراختیایي او سیمه ییزو پروژو د تطبیق د ارزښت په اړه بحث او خبرې وکړې او هغه یې د افغانانو او ترکمنستان د خلکو لپاره ګټورې او ارزښتناکې وبللې.
له دغې لیدنې وروسته به د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا الحاج ملا محمدحسن اخند، د ترکمنستان جمهوررئیس سردار بردي محمدوف چې د ویډیو کنفرانس له لارې تالار ته وصل وي او د یاد هیواد ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف به د ټاپي او نورو لویو اقتصادي او پراختیایي پروژو د پرانیستې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته ویناوې وکړي او د یادو پروژو کار به رسما پیل او پرانیستل شي.