د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د پرانیستې مراسمو کې د رياست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د پرانیستې مراسمو کې د رياست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماسپښین د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې د اسلامي امارت د کابینې غړو او مشرانو هم حضور درلود، د رياست الوزراء اداري مرستیال لومړی د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د کار په بشپړېدو خوښي وښوده او د دې سوداګریز مرکز ګټې اخیستنې ته سپارل یې په هیواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د ودې او پراختیا لپاره مهم ګام وباله. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، دا یو روښانه حقیقت دی چې د یو هیواد پراختیا او پرمختګ په هغه هیواد کې سوداګریزې ودې او د خصوصي سکتور ملاتړ پورې اړه لري، له دې امله اسلامي امارت کوښښ کوي چې اقتصاد، سوداګري او په ځانګړې توګه خصوصي سکتور په واقعي مانا وده وکړي او د دې برنامو یوه نمونه له خصوصي سکتور سره د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ تړون دی چې په یوه ډېره عالي فضا کې یې تاجرانو او دوکاندارانو ته د ښه فعالیت زمینه برابره کړه او نن ټول د هغه د پرانیستې شاهدان یوو. 

د رياست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د نوي خیرخواه سوداګریز مرکز تړون لومړنۍ او لویه پروژه ده چې د فتحې په لومړیو ورځو کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې وشو چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره برنامو باندې د خصوصي سکتور د باور مهمه نمونه، له خصوصي سکتور څخه د اسلامي امارت د ملاتړ روښانه بېلګه او هیوادوالو ته د کار او سوداګرۍ د رونق او ځلېدا زمینې برابرول دي.

د ویلو ده چې نوی خیرخواه سوداګریز مارکېټ مجموع مساحت ۹۳۶۱ متر مربع او ۹ منزلونه چې ۲ منزله یې د وسایطو پارکینگ دی، جوړ شوی دی. د دې پروژې په جوړولو ۳۴ میلیون ډالر لګېدلي چې دا لګښت سن‌اسکای گلوبل شرکت او د مارکېټونو د اورلګېدنې متضررینو ورکړی دی او د کرایو له بابته له مجموع عوایدو څخه ۳۰ سلنه امارتي ادارو او ۷۰ سلنه متضررینو او پانګوالو ته د ورکړې وړ ده.

د یادونې وړ ده ، په دې ملي پروژه کې ۱۳۰۰ دوکانونه اساسی او په عصري سیستمونو سنبال جوړ شوي چې زرګونه کسانو ته یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې او همدارنګه هغو ټولو کسانو ته چې د دې مارکېټ د اورلګېدنې پېښه کې زیانمن شوي وو، دوکانونه وېشل شوي دي.