د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د شهزاده سرای د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رئیس محترم بهرام خان ځدراڼ او د دې اتحادیې غړو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د شهزاده سرای د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رئیس محترم بهرام خان ځدراڼ، د یادې اتحادیې مرستیال محترم عبدالمتین قدیري، د یادې اتحادیې د رهبرۍ غړي محترم خان محمد سرفراز او د شهزاده سرای د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې ویاند عبدالرحمن ځیرک خبرې وکړې او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې شریک کړل.
دوی په افغانستان کې د سراسري امنیت ترڅنګ د بیارغاونې چارې وستایلې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په لوړېدو یې خوښي وښوده او د شهزاده سرای ترڅنګ د شهزاده کمپلکس جوړولو لپاره یې د امارتي ځمکې ځانګړي کولو، د صرافانو او حکومت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره د ا.ا.ا اقتصادي کمېسیون کې د صرافانو د یو استازي حضور او د صرافانو د مالیې ستونزو حل په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان په اقتصادي وده کې د خصوصي سکتور ونډه او رول وستایه او وې ویل، د اسلامي امارت مسوولین شپه او ورځ د افغانستان د بیارغاونې لپاره بوخت دي او اقتصادي ځان بساینې ته د افغانستان رسیدګي یو مهم لومړیتوب دی.
ډاکتر عبدالواسع وویل، د اسلامي امارت پالیسي خپل ولس ته د اسانتیاوو رامنځته کول دي او په هره برخه کې رامنځته شوي اصول په مشورو او د شته امکاناتو په نظر کې نیولو سره تطبیق کېږي.
د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې، د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رئیس او غړو ته ډاډ ورکړ چې په وړاندیزونو او مشورو به یې غور او د حل لپاره جدي هڅې وکړي.