د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماسپښین د کنړ ولایت شيګل ولسوالۍ یو تن مخور شخصیت حاجي امان الله سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې حاجي امان الله د اسلامي امارت د بریا د مبارکۍ تر څنګ د شیګل ولسوالۍ د خلکو ستونزې او غوښتنې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر ددې په څرګندولو سره چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی وویل، اړوند ادرې به ستاسې ستونزو د حل په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.