د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د کارګرو او دوکاندارنو، د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو، صنايعو او کانونو خونو يو شمېر غړو سره وکتل.
د ليدنې په پيل کې، هغوی د کارګرو او دوکاندارنو، د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو او کانونو او صنايعو خونو مسؤلينو څخه د ملاتړ په موخه د اصنافو د ماليې کمولو ته د اسلامي امارت له پاملرنې مننه وکړه.
هغوی په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې، توليد، کار او روزګار غوړېدو او د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د زياتېدو خبر ورکړ او په هيواد کې د اقتصادي او سوداګرۍ شرايطو ښه کېدو او له کورنيو توليداتو د اسلامي امارت په ملاتړ خوښي وښوده.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت په ټول توان د سوداګرۍ فرصتونو د اسانتياوو او برابرولو او د کارونو ښه کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د هيواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل په کور دننه د پانګونې له لارې د افغانستان په پرمختګ کې برخه واخلي.#