د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په افغانستان کې د ترکیې سفیر محترم جنک اونال او مل پلاوي سره د مخه ښې کتنه وکړه.
په دې کتنه کې لومړی د ترکیې سفیر محترم جنک اونال د خپل ډیپلوماتیک ماموریت پرمهال د افغانستان اسلامي امارت د همکاري مننه وکړه او په افغانستان کې دوه کلن ماموریت یې د ځان لپاره ویاړ وباله.
وروسته نوموړي د ترکیې او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا کې د خپلو کوښښونو یادونه وکړه او وې ویل، د دواړو لوریو د ګټو تامین زما له کاري لومړیتوبونو څخه و چې په دې برخه کې مو پرمختګونه لرل.
د ترکیې سفیر همدارنګه د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته اشاره وکړه او وې ویل، ترکیې ته د افغانستان د سوداګریزو مالونو د لېږد او د ټرانسپورتي لارو د رامنځته کولو په اړه هڅې شوې دي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې سفیر محترم جنک اونال سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا کې یې د نوموړي د کوښښونو قدرداني او په راتلونکو ماموریتونو کې یې د بریا هیله ورته وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زیاته کړه،افغانستان او ترکیه زیات مشترکات لري او تل یې د دوو ملګرو او وروڼو هیوادونو په توګه عمل کړی.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو له هغې جملې سیاسي، اقتصادي، روغتیایي او فرهنگي برخو کې د دواړو لوریو د اړیکو د لازیاتې پراختیا غوښتوتکی او هیله من دی چې د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د اسانتیا په برخه کې اقدامات وشي.