د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
وروسته د ښاروالیو او د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل مخنيوي اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#