د تېرې ادارې سفیر او څو پوځیانو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول

د تېرې ادارې سفیر او څو پوځیانو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د کابل د تېرې ادارې پخواني سفیر او ډیپلومات او څو تنو پوځيانو ته چې له امریکا هېواد ته راستانه شوي، د مصؤنیت کارتونه ورکړل.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د دارالانشأ رئيس محترم مولوي ذاکر له بهره راغلي د تېرې ادارې ډيپلومات او پوځيانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل ، اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه د غچ فکر نه لري او د افغانستان د غوره راتلونکې لپاره د عفوې فرمان په بشپړه توګه عملي شوی دی.

محترم ذاکر زیاته کړه، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون پخوانیو مسوولینو ته په قضايي برخه کې اسانتیاوې چمتو کړي او د مصؤنیت د کارت ورکړه، د اسلامي امارت نیکه اراده او ژمنتیا څرګندوي.

له بهره د پخوانۍ ادارې راغلي ډيپلومات او پوځیانو وویل، دا مهال په افغانستان کې د ورورولۍ فضاء حاکمه ده، د حکومت له کړنو خوښ او له اسلامي امارت سره همکارۍ ته تیار دي. هغوی زیاته کړه، په بهر کې مېشتو پخوانیو چارواکو او مسوولینو ته بلنه ورکوي چې افغانستان ته راشي او باعزته ژوند وکړي.