د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د فاریاب ولایت یو شمېر علماوو سره وکتل.
په دې کتنه کې هغوی د فاریاب ولایت د عمومي وضعیت په اړه وویل، د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسوولینو د کوښښونو او زحمتونو په پایله کې خلک په دې ولایت کې په ارام فکر خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.
هغوی په فاریاب کې مدرسو، ښوونځیو او پراختیایي پروژو ته د اسلامي امارت د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت علماوو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د اسلامي امارت اړوند مسوولین خلکو ته د خدماتو برابرولو او د هوساینې او ارامي د تامین لپاره شپه او ورځ کوښښ کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د یادو علماوو د غوښتنو په اړه وویل،اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام د پورتنیو مواردو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.