د یو شمېر ترکي خصوصي شرکتونو مسؤلینو او د استانبول (جراح پاشا) پوهنتون استادانو سره د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس کتنه

د یو شمېر ترکي خصوصي شرکتونو مسؤلینو او د استانبول (جراح پاشا) پوهنتون استادانو سره د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن ماسپښین د کانونو په برخه کې د یو شمېر ترکي خصوصي شرکتونو له مسؤلینو او د استانبول (جراح پاشا) پوهنتون استادانو سره په ارګ کې وکتل.
د دغې کتنې په پیل کې پروفیسور دوکتور حسین اوزتورک، عبیدالله علم، بیژن بهزاد او‌ محمد عبیدالله د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او له خصوصي سکتور سره یې د اسلامي امارت همکاري وستایله.
دوی افغانستان او ترکیه د اوږدو اړیکو لرونکي هیوادونه وبلل او وې ویل، هغه ترکي خصوصي شرکتونه چې د کانونو په برخه کې فعالیت لري، لېواله دي د اسلامي امارت اړوندو ادارو په همکارۍ د افغانستان د کانونو د تحقیق، پلټنې او استخراج په برخو کې پانګونه وکړي.
د استانبول (جراح پاشا) پوهنتون استادانو وویل، غواړي د افغانستان لوړو زده کړو وزارت سره د تفاهم لیک په چوکاټ کې د کانونو، کرنې او له طبي وسایلو څخه د استفادې په برخو کې افغان محصلینو ته د رورنې د لنډمهالو او اوږد مهالو بورسونو زمینه برابره کړي.
د استانبول پوهنتون استادانو زیاته کړه، موږ چمتو یو په ترکیه کې افغان انجنیرانو ته د سربو، جستو او سرو زرو په څېر معدني موادو د تحقیق، استخراج او پروسس په اړه د لنډمهاله روزنې زمینه برابره کړو چې وکولی شي د متخصصینو په توګه د خپل هیواد په پرمختګ او هوساینه کې ممد واقع شي.
وروسته د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره د ترکیې هیواد د مرستو قدرداني وکړه وې ویل، ترکیه د افغانستان پخوانی دوست دی چې تل د افغانانو تر څنګ دریدلی.
د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر لوی رئیس په تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې شویو ویجاړیو ته په اشارې وویل، دغه ویجاړي او زیانونه بیارغاونې او ودانولو ته اړتیا لري چې خوشبختانه د اسلامي امارت په بریا سره په هیواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی او په بېلابېلو برخو کې د عمراني چارو ترسره کولو او پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، اسلامي امارت افغانانو ته د خدمت په برخه کې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي، په افغانستان کې په ټولو برخو په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج په برخه کې پرمختګونه دوام لري چې له داخلي بودجې تمویلېږي.
د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر لوی رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې له پانګوالو سره همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي له بهرنیو پانګوالو وغوښتل په پوره لېوالتیا په افغانستان کې پانګونه وکړي، ځکه اړوند ادارې به د همکارۍ ترڅنګ ورته لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړي.#