د رياست الوزراء سياسي مرستيال د کابل ښار څلورمې ناحیې له یو شمېر مخورو او د ګذر وکیلانو سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د کابل ښار څلورمې ناحیې له یو شمېر مخورو او د ګذر وکیلانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کابل ښار څلورمې ناحیې له یو شمېر مخورو او د ګذر وکیلانو سره وکتل.

راغلو وکیلانو او مخورو د ولسونو د ستونزو د حل له امله د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له همکاریو په مننې وویل، د خلکو پر مخ د حکومتي ادارو د دروازو خلاصون د ګڼو ستونزو په حل کې مرسته کړې او ولسونه د حکومت له دغه ګام خوښ دي.

د کابل ښار د څلورمې ناحیې د ګذر وکیلانو او مخورو په ښار کې د پراختیايي چارو پیل او دوام د پلازمېنې لپاره ګټور وباله او زیاته یې کړه، له پيل شويو پروژو ملاتړ کوي.

راغلو مشرانو د خپلو یو لړ وړاندېزونو په مطرح کولو سره وویل، کابل ښاروالي دې د چارو د لاغوره والي او پر وخت د کابل ښاریانو د ستونزو د حل لپاره لا ډېرو سلا مشورو ته زمینه برابره کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، راغلو مخورو او د ګذر وکیلانو ته ښه راغلاست ووایه او د کابل ښار د امنیت او یو لړ ستونزو د حل په برخه کې یې د ښاریانو هڅې وستایلې.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت خپلې چارې د شریعت په رڼا کې د ولسونو د غوښتنو او مشورو پر بنسټ مخکې وړي او ملت دې ډاډمن اوسي چې هرې ستونزې ته به یې مسؤلین پام کوي.

محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې د کابل ښار څلورمې ناحیې مخورو ته ډاډ ورکړ چې وړاندېزونو ته به یې رسیدنه وشي.#