د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ د نمانځې په مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ د نمانځې په مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ د نمانځې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د ریاست الوزراء ادراي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان د تېرو څلورو لسېزو تحمیلي جګړو پر مهال له هراړخه زیانمن شوی، زېربناوې یې ویجاړې شوي او زموږ ملت په بېلابېلو برخو له هغې جملې د ښوونې او روزنې، روغتیا او اقتصاد په برخه کې ګڼ زیانونه ګاللي دي.

نوموړي زیاته کړه، بل پلو د اقلیمي تغییراتو له امله د سېلابونو راوتو د هیواد کرنه زیانمنه کړه، ترڅنګ یې د ګاونډیو او نورو هیوادونو له لورې د افغان کډوالو اجباري اخراج زموږ وطنوالو ته سخت زیان اړولی چې شدیدې همکارۍ او مرستې ته اړتیا لیدل کېږي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، په اکثره ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې روغتیایي کلینیکونو ته اشد ضرورت دی، همدا لامل دی چې زموږ زیات شمېر ناروغ مري یا هم له بې شمېره ستونزو سره مخ کېږي.

د ریاست الوزراء ادراي مرستیال زیاته کړه، د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ هغه موقع ده چې د بې وزله او اړمنو لاسنیوی پکې کېږي، لازمه ده زموږ هغه هیوادوال چې په هیواد کې دننه یا بهر اوسي د خپل توان مطابق دې له دغو اړمنو او بې وزله خلکو سره مرستې او همکارۍ ته پاملرنه وکړي، دغه راز به د سرې میاشتې کارکوونکي مستحقو خلکو ته د هغو په وېش او رسولو کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.

د ریاست الوزراء ادراي مرستیال وویل، له یوې خوا ژمې را راوان دی او له بلې خوا هغه مهاجرین چې له ګاونډیو او نورو هیوادونو څخه په اجباري توګه را ایستل کېږي، په بېلابېلو برخو کې مرستو او همکاریو ته اړتیا لري، دا زموږ اسلامي او انساني وظیفه ده چې د خپل توان په اندازه د خپلو یتیمو، فقیرو او بې وزله هیوادوالو سره همکاري او مرسته وکړو.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي له هغو کسانو په مننې چې په دې برخه کې له اړمنو سره همکارۍ کې ونډه اخلي وویل، اسلامي هیوادونه هم مسؤلیت لري چې دې برخې ته پاملرنه وکړي. 

نوموړې د دې په بیانولو سره که وغواړو په افغانستان کې تلپاتې ثبات او امنیت رامنځته شي هیوادوال او نور ملکونه د نشه توکو له شره خلاص شي، لازمه ده په نشه د روږدو کسانو د درملنې، د کرنې پراختیا، د نشه یي توکو بدیل کښت او اقتصادي مهاجرت د مخنیوي په برخو کې د افغانستان له ملت سره همکاري ترسره او په افغانستان کې د سترو پراختیایي پروژو د عملي کولو د نه مانع کېدو ترڅنګ دې د افغانستان د خلکو ملي پانګه د دې ملت په واک کې ورکول شي.#