د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولس ګونو کمېټو د رئیسانو غونډه ترسره شوه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولس ګونو کمېټو د رئیسانو غونډه ترسره شوه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولس ګونو کمېټو د رئیسانو غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد عالي کمېسیون د ځینو اعضاوو او رئیسانو په ګډون نن ماسپښین جوړه شوه.

په دې غونډه کې لومړی د یادو کمېټو مسوولینو د ورسپارل شویو دندو په اړه د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړ.

وروسته له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته د دایمي اسکانو د وېش بهیر د چټکوالي د څرنګوالي، د ګومارل شویو ادارو او ولایتي کمېټو له لوري له تثبیت وروسته هغو کډوالو ته د ځمکې وېش چې کور نه لري، د کډوالو په خېمو کې د څښاک اوبو د کموالي ستونزې د رفع کولو او همدارنګه په هغو ولایتونو کې د کډوالو ښارګوټو کې د زیربنایي کارونو پیلول چې مقدماتي کارونه یې بشپړ شوي او مهاجرینو ته په کې ځمکې وېشل شوې دي، بحث او هراړخېزه ارزونه وشوه او په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

د غونډې په پای کې بېلابېلو کمېټو ته دنده وسپارل شوه او راستنېدونکو ته د غوره خدماتو په برابرولو ټینګار وشو.