د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سره وکتل

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي پلاوي ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال نن ماسپښین د یاد هیواد د لومړي وزیر مرستیال جمشید خوجه یوف سره وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او همدا راز په افغانستان کې د ازبکستاني پانګوالو پر پانګونې خبرې وکړې.

ازبکستاني لوري وویل، تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي.

په دغه زون کې به د جلغوزیو او پنبې د پروسس کارخانې، د بسته‌بندۍ او لوجستيک مرکزونه او د یو شمېر خوراکي توکو د تولید کارخانې جوړې شي.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، ازبکستاني پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري وکړي او هلته د صنعت او په سمنګان ولایت کې د سیمنټو د کارخانو جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه، د طوطي میدان ګازو د اکتشاف په برخه کې ښه پرمختګونه لري چې په نږدې وخت کې به یې د استخراج چارې هم پيل کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ازبکستاني لوري د طرحو هرکلی وکړ او د اسلامي امارت له لوري يې په دې برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.