د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير نن په سپېدار ماڼۍ کې د لوګر ولایت له یوشمېر مسؤلینو او ځوانانو سره ولیدل.
په پيل کې راغلو مسؤلینو په لوګر ولایت کې د بېلابېلو ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او د دې ولایت په فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت یې رڼا واچوله.
دوی وویل، په دې ولایت کې د ځوانانو او مسؤلینو تر منځ ښه همغږي رامنځته شوې او ولسونه له ځايي ادارو سره همکار دي.
د راغلو مسؤلینو او ځوانانو په وینا، لکه څرنګه چې په تېر شل کلن جهاد کې ځوانانو بیسارې قرباني ورکړې اوس هم د اسلامي نظام د ثبات او دوام لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
دوی دغه راز د ځوانانو د بېکارۍ، برېښنا، انکشافي پروژو، د سړکونو او ښوونې او روزنې په برخو د دې ولایت ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، د راغلو مسؤلینو او ځوانانو له معلوماتو د مننې تر څنګ د دوی فعالیتونه مثبت و ارزول او زیاته یې کړه، اسلامي امارت له شل کلنې مبارزې وروسته خپل هدفونه ترلاسه کړي، نن په افغانستان کې اشغال ختم شوی، اسلامي نظام راغلی او د ورورولۍ او امن فضا په ټول هېواد ټغر خور کړی دی.
محترم مولوي عبدالكبير څرګنده کړه، اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي. دا مهال اسلامي امارت په نړۍ کې شاوخوا ۴۰ سیاسي استازولۍ لري او له ګاونډیو هېوادونو سره د تجارت بندرونه خلاص دي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، نړۍ د اسلامي امارت پر وړاندې په حقایقو پوهېږي او ورځ تر بلې سیاسي تعامل مخ پر زیاتېدو دی.
د دې کتنې په پای کې محترم مولوي عبدالکبير د لوګر ولایت مسؤلینو او ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او غوښتنې به يې له اړوندو ادارو سره شریکې شي.#