د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اهل تشیع یو شمېر مشرانو سره وکتل

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اهل تشیع یو شمېر مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه د سیدمحمدعلي جاوید په مشرۍ د اهل تشیع یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په سپيدار ماڼۍ کې وشوه، دکتور سیدمحمدعلي جاوید د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته د اسلامي امارت د بریا مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، موږ خپل ملاتړ اعلانوو او له اسلامي امارت سره همکار یوو. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اهل تشیع مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. د اسلامي امارت غېږه ټولو ته پرانیستې او په پام کې ده چې ټولو افغانانو ته د خدمت زمینه برابره شي.