د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د یوناما مشرې او مل پلاوي سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د یوناما مشرې او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د یوناما مشرې په کابل کې په وروستۍ چاودنه خواشیني وښوده او د تسلیت مراتب یې وړاندې کړل.

نوموړې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د دریځ او ژمنتیا ستاینه وکړه او وې ویل، یوناما هڅه کوي په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د بدیل کښت، د روږدو کسانو درملنې او له بزګرانو سره د مرستې په موخه د ګڼ شمېر هېوادونو او بنسټونو ګډه ناسته جوړه کړي چې د اسلامي امارت استازو ته به هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

اغلې اوتنبایوا زیاته کړه؛ ډېر کار ته اړتیا ده چې په افغانستان کې د څو لسیزو نشه يي توکو د تولید او کاروبار اغېزې له منځه یووړل شي او خلکو ته مناسب بدیل کښت او کار پیدا شي.

نوموړې، د افغانستان سویلي ولایتونو ته د خپل سفر د څرنګوالي او لیدنو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د افغانستان په تړوا به د یوناما درې میاشتینی راپور د ملګرو ملتونو د امینت شورا له غړو سره شریک کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د یوناما مشرې او پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل اسلامي امارت له مخدره توکو سره د اغېزناکې مبارزې په موخه عالي کمېسیون جوړ کړي، چې له اړوندو امارتي ادارو سره تر ناستو وروسته به د یوناما په ګډون له نورو نړیوالو بنسټونو سره ګډې ناستې ولري.

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت د نشه یي توکو پر وړاندې روښانه دریځ لري او د هیڅ ډول نشه يي بوټو کښت او کاروبار ته اجازه نه ورکوي.

د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکارو بنسټونو او هېوادونو مرستې اغېزناکې تمامیدای شي. 

دغه راز محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، یوناما دې د افغانستان حقایق او وروستي پرمختګونه له امنیت شورا سره شریک کړي.