د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ای ار سي موسسې پلاوي سره وکتل

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ای ار سي موسسې پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي موسسې) د عمومي مرستیالې مېرمن میډلن سیډلر په مشرۍ مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ای ار سي موسسې عمومي مرستیالې ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، هیله ده د ښځو وضعیت چې له تېرو جګړو سختې اغېزمنې شوې دي، له نږدې وګورئ او د هغوی ستونزو ته د رسیدګي او د تېروجګړو د اغېزو د راکمولولپاره ګډې هڅې وکړو.
نوموړي وویل، د جګړو له امله پنځه میلیونه وګړي چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي، په نشه یي توکو روږدي دي.. که نړیوال افغان بزګرانو ته د معیشت بدیل برابرولوکې همکاري وکړي، نومصمم یوو چې د نشه یي توکو مخه ونیسو او د ای ار سي موسسې د بشري فعالیتونو دوام غواړو.
د ای ار سي موسسې عمومي مرستیالې مېرمن میډلن سیډلر په افغانستان کې د یادې موسسې بشري خدمتونو ته په اشارې وویل، موږ د افغان ښځو او ماشومانو ترڅنګ یوو. پرون مو په کابل او لوګر کې د ځینو روغتونونو وضعیت له نږدې ولیده چې لا ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري او موږ به په افغانستان کې خپلو بشري فعالیتونو ته ادامه ورکړو.
په افغانستان کې د ای ار سي موسسې مشرې ویکي اکن وویل، په محرومو سیمو کې د روغتیایي خدماتو وړاندې کول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي. همدارنګه یې د خپلو فعالیتونو د لا ښه ترسره کولو په موخه اړوند وړاندیزونه هم مطرح کړل.
په افغانستان کې د ای ار سي موسسې مرستیالې زهرا وردګ وویل، موږ د افغان ښځو او ماشومانو د زده کړو او روغتیا ترڅنګ د مېرمنو د مالي ځان بسیاینې لپاره هم کار کوو. د حکومت د بېلابېلو مقاماتو او مسوولینو ملاتړ زموږ هیله مندي زیاته کړې او دا مثبت ګامونه مو له نورو نړیوالو بنسټونو سره هم شریک کړي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت د ښځو د حقونو ملاتړ کوي او د عالیقدر امیرالمومنین په لومړني فرمان کې د ښځو ملاتړ، مقام او ارزښت له ورایه څرګندېږي. زموږ پالیسي داده چې د هر افغان عزت، وقار او حیثیت باید خوندي شي. هغه زیاته کړه، ستاسو د پروګرامونو د ملاتړ او لازمو اسانتیاوو په اړه به اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشي.