د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه د بېلابېلو ولایتونو د اهل تشیع استازو سره وکتل. په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه، سید محمد حسن شریفي بلخابي، ایت الله عالمي او محمد علي اخلاقي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه د ملاتړ اعلان ترڅنګ یې په ولایتونو کې د اهل تشیع ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل. دوی وویل: اسلامي امارت دې د خلکو د فزیکي امنیت ترڅنګ رواني امنیت ته هم جدي پاملرنه وکړي او په حکومتولۍ کې دې د اهل تشیع کادرونو څخه ګټه واخیستل شي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بېلابېلو ولایتونو د اهل تشیع استازو له ملاتړ د مننې ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی او په اوسني نظام کې به ټول قومونه مشارکت ولري. مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د اهل تشیع غوښتنو او وړاندیزونو ته رسیدګي کېږي او پر هغو به د اسلامي امارت د رهبرۍ په کچه هم بحثونه وشي، که اړتیا شوه د اړوندو ولایتونو والیانو سره به هم اړیکې ونیول شي، ترڅو هېچاته ستونزه نه وي او د امنیت ترڅنګ د افغانانو هوساینې ته پاملرنه د دولت مسوولیت دی.