د رياست الوزراء اداري مرستيال د بغلان ولايت يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د بغلان ولايت يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د بغلان ولايت يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل. 

په پيل کې محترم شيخ عبدالقادر بغلاني د نورو په استازیتوب د بغلان ولايت د ټولنیز او فرهنګي وضعيت په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل. 

محترم عبدالقادر بغلاني وويل، د اسلامي امارت د مجاهدينو او مسؤلينو د هڅو په پايله کې د دې ولايت خلک په ارام زړه خپل ورځني فعاليتونه ترسره کوي. 

هغوی په بغلان ولايت کې د مدارسو چارو، ښوونځيو او انکشافي پروژو ته هم اشاره وکړه او د اسلامي امارت مسؤلینو څخه يې وغوښتل، ترڅو دې برخې ته پاملرنه وکړي. 

په مقابل کې د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د خدمتونو وړاندې کول، د امنيت تأمين او د خلکو ارامي د اسلامي امارت له مسؤلیتونو او ژمنو څخه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال د بغلان ولايت د علماوو او متنفذينو د غوښتنو په تړاو زياته کړه، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د پورته غوښتو په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.#