د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د کابل ولایت د ده سبز او بګرامیو ولسوالیو له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل.

په دې ناسته کې راغلو قومي مشرانو د اسلامي امارت له مشرانو مننه وکړه چې د ولسونو پر مخ یې خپلې دروازې پرانستې دي او د دوی ستونزې په سړه سینه اوري. 

یادو قومي مشرانو او علماوو د خپلو سیمو یو شمېر ستونزې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او له اسلامي امارت سره د خپلې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو قومي مشرانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، په تېرو څو لسیزو کې د کابل ښاریان له سختو ستونزو سره مخ وو او د کابل ښار لپاره اساسي خدمات نه دي وړاندې شوي. 

نوموړي وویل، اسلامي امارت د کابل ښار د معیاري کېدو او پراختیا لپاره هڅې کوي چې ورسره به د کابل ښاریانو ډېرې ستونزې هم حل شي.

محترم مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړ، چې اړونده ادارو ته به د ده سبز او بګرامیو ولسوالیو د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره سپارښتنې وکړي.