د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د کډوالو ستونزو ته د رسيدنې عالي کمېسيون د موقتي مېشتېدنې کمېټې غړو سره وکتل.
د دې ليدنې په پيل کې، د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال محترم مولوي عبدالرحمن راشد د موقتي مېشتېدنې کمېټې د نورو غړو په استازیتوب د دې کمېټې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او برنامو په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
محترم مولوي عبدالرحمن راشد وويل، که څه هم له ګاونډیو هیوادونو څخه د هيوادوالو اجباري ستنېدل زيات شوي، خو د يادې کمېټې مسؤلين د کمېسيون د رهبري په لارښوونه او د نورو کمېټو په مرسته توانېدلي د راستنو شويو هيوادوالو د مېشتېدنې موضوع په ښه ډول مدیریت کړي.
په مقابل کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسيدنې عالي کمېسيون موقتي مېشتېدنې کمېټې غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ستنېدونکو کډوالو د مېشتېدنې مسئلې ته د رسيدګي لپاره د هغوی دوامداره هڅې وستايلې.
د رياست الوزراء اداري مرستيال څرګنده کړه، چې د ژمي موسم ته په پام دې د کمېټو په ځانګړي ډول د موقتي مېشتېدنې مسؤلين هڅه وکړي، ترڅو زموږ هغه هيوادوال چې له ګاونډیو هیوادونو څخه بېرته ستنېږي له ستونزو سره مخ نشي.#