د پنجشیر ولایت د مرکز او ولسوالیو له یو شمېر علمای کرامو، قومي مشرانو او جهادي قومندانانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د پنجشیر ولایت د مرکز او ولسوالیو له یو شمېر علمای کرامو، قومي مشرانو او جهادي قومندانانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د پنجشیر ولایت د مرکز او ولسوالیو له یو شمېر علمای کرامو، قومي مشرانو او جهادي قومندانانو سره په داسې حال کې وکتل چې د کابینې یو شمېر غړو او د پنجشیر والي او سیمه ییزو مسؤلینو هم حضور درلود.
په دې ناسته کې راغلو قومي مشرانو له اسلامي امارت او اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ په ډاګه او زیاته یې کړه، د نظام د ثبات او ساتنې لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
د پنجشیر مجاهدینو او مخورو خوښي وښوده، چې اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته د قومونو پر وړاندې دروازې پرانیستې ساتلي او افغانان کولای شي خپلې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه له چارواکو او مسؤلینو سره شریک کړي.
یادو قومي مشرانو وویل، هغه کسان چې له بهره د اسلامي امارت پر وړاندې تبلیغ او د مخالفت نارې وهي د افغانستان او په ځانګړي توګه د پنجشېر ولایت استازولي نشي کولاي او نه یې افغانان مني.
دوی همدا راز وویل، د پنجشیر پر ولسونو هېڅکله ناسم تبلیغات اغېز نه کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې د نظام پر وړاندې حرکت وکړي. هغوی په پنجشېر ولایت کې د استنادي دېوالونو، سړک جوړولو، د پخوانیو نیمه پاتې پروژو د بیا پیل او د دغه ولایت د اداري تشکیل د ډېرېدو د غوښتنې ترڅنګ خپلې ستونزې هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د ناستې پر دوام د پنجشیر علماوو وویل، له فتحې سره سم د بیت المال ټول اړوند اموال حکومت ته سپارل شوي او دا مهال په دغه ولایت کې د حکومت او ولس تر منځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د پنجشیر علماوو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د پنجشیر د مجاهدینو جهاد خورا ارزښتمن و او اسلامي امارت د قدر په سترګه ورته ګوري.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، په هېواد کې د غربي اشغال له پایته رسېدو وروسته سوچه اسلامي نظام حاکم او افغانستان د خپلواک او پیاوړي اسلامي نظام څښتن دی. هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هېڅکله تبعیض او تعصب ته ځای نه ورکوي او د متوازن انکشاف لپاره یې رغنیزې پروژې پیل کړي‌ دي.
محترم سیاسي مرستیال د پنجشیر مشرانو ته په خطاب کې وویل، اسلامي امارت به د هغوی پر ټولو وړاندېزونو غور وکړي او د اړتیا په صورت کې به یې وړاندېزونه د اسلامي امارت تر زعیم پورې ورسوي.
د ناستې په پای کې د سوداګرۍ او صنعت وزېر نورالدین عزیزي، د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزېر شیخ محمد خالد حنفي، د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د پنجشیر والي حافظ محمد حکیم آغا د پنجشیر د مخورو او علماوو غوښتنو ته د رسیدنې په هکله خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د پنجشیر ولایت د ستونزو حل ته به لا ډېره توجه وکړي.#