د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د ولس د ستونزو حل د اسلامي امارت لومړيتوب دی

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د ولس د ستونزو حل د اسلامي امارت لومړيتوب دی

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير نن په سپېدار ماڼۍ کې د ځدراڼ قوم له سپين ږيرو او مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې قومي مشر ښاغلي حاجي زنګي خان ځدراڼ د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنګ يې د خپل قوم ټولنيزې او اقتصادي ستونزې د رياست الوزرا سياسي مرستيال سره شريکې کړې.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر دغو قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د ولس پرمختګ او د هغوی ټولنيزه او اقتصادي هوساينه د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه ده.

مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه، د هيواد اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په حالت کې دی، د ټولو مامورينو معاشات پر وخت ادا شوي او دا لړۍ به انشاالله همدغسې روانه وي.