د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن غرمه د هیواد د رختونو اتحادیې رئیس او غړو سره وکتل. په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه، د رختونو اتحادیې غړو له سوداګرو سره د اسلامي امارت له همکاریو د مننې ترڅنګ بېرته عادي حالت ته د سوداګرۍ وضعیت د ګرځولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل. د دوی په استازیتوب د یادې اتحادیې رئیس حاجي ابو عبید وویل، د چین او هند د ویزو ترلاسه کولو ستونزې، په بانکونو کې پر سوداګرو د لګېدلو محدودیتونو لرې کولو او د سوداګرو امنیت خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وشي. نوموړي زیاته کړه، د سوداګرو غوښتنو او وړاندیزونو ته رسیدګي به په هیواد کې د پانګونې بهیر له ښه کېدو او د بهرنیو پانګه والو له جذبولو سره مرسته وکړي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د هیواد ټولو سوداګرو او پانګه والو ته ډاډ ورکړ چې غوښتنو او وړاندیزونو ته به یې رسیدګي وشي. د ریاست الوزار مرستیال زیاته کړه، د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه به له اړوندو وزارتونو سره شریک شي او د سیمې له ټولو هیوادونو سره د اسلامي امارت ښې اړیکې به سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو لامل وګرځي.