د رياست الوزراء اداري مرستيال د بدخشان ولايت يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د بدخشان ولايت يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د بدخشان ولايت يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره وکتل.
په پيل کې هغوی د بدخشان ولايت د اقتصادي، ټولنيز او امنيتي وضعیت په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل او وې ويل، د اسلامي امارت د مسؤلينو او مجاهدينو د هڅو په پايله کې د بدخشان ولايت خلک په بشپړ امنيت او ارامۍ کې ژوند کوي او په ارام زړه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي.
هغوی همداراز د مدرسو، ښوونځيو، انکشافي پروژو او کارموندنې چارو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسؤلينو څخه يې وغوښتل دې برخې ته پاملرنه وکړي.
په مقابل کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د خلکو خدمت او د امنيت او ارامۍ ساتنه د اسلامي امارت له ژمنتياوو څخه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د بدخشان ولايت د مشرانو او متنفذينو له لوري د مطرح شويو موضوعاتو په اړه څرګنده کړه، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکات کی په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.#