د کابينې اوومه غونډه: په ودانيزو چارو کې د اسانتياوو رامنځته کولو او خلکو ته د کار اجازې ورکولو په اړه بحث وشو

د کابينې اوومه غونډه: په ودانيزو چارو کې د اسانتياوو رامنځته کولو او خلکو ته د کار اجازې ورکولو په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اوومه غونډه د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

د کابينې دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، له اجنډا سره سم په هېواد کې د ودانيزو چارو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او خلکو ته د کار اجازې ورکولو په اړه په کې بحث وشو او د کور او ښار جوړونې وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په هېواد کې د ودانيزو چارو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه يوه طرحه ترتيب کړي، ترڅو خلکو ته اسانتياوې رامنځته شي او په کم وخت کې د ملکيت له تثبيت وروسته د کار اجازه ترلاسه کړي. 

په غونډه کې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز څلورمې قطعې پروژې د مسير اړوند ځمکو د استملاک په اړه د لېږل شوي پلاوي نظر تأیيد شو او پرېکړه وشوه چې د جوړېدو چارې دې پيل شي او همدا راز د اقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د ۳۰ کیلومتره ځمکې د استملاک اړوند د پلاوي راپور تأیيد شو او ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه اقدامات وکړي. 

د کابينې په دې غونډه کې د کابل ښار د پراختيا لپاره د کور او ښار جوړونې وزارت او کابل ښاروالۍ له لوري چمتو شوی پلان تأیيد شو او پرېکړه وشوه چې کابل ښاروالۍ دې د ياد پلان له مخې اجراات وکړي. 

د کابينې دا غونډه د خير په دعاء پای ته ورسېده.