د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د پوهنتونونو یو شمېر استادانو سره وکتل

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د پوهنتونونو یو شمېر استادانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه په سپېدار ماڼۍ کې د هیواد د پوهنتونونو یو شمېر استادانو سره وکتل. په پیل کې د هیواد د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو لوړو زده کړو بهیر ته د اسلامي امارت له پاملرنې مننه او ټینګار وکړ چې دغه بهیر دې لا پیاوړی او پرمخ یوړل شي. پوهاند عطاء الله عصامي او پوهنمل محمد شریف عمرزي د نورو استادانو په استازیتوب پخپلو خبرو کې له هیواد څخه د علمي کادرونو د فرار مخنیوي لپاره پر عاجلو اقداماتو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د دولتي پوهنتونونو پرانیستو، د استادانو معاشونو ورکولو، د استادانو کموالي پوره کولو او د کادرونو استخدام ته دې جدي پاملرنه وشي. دوی همداراز استادانو ته د دولت له لوري د ځمکو لپاره د نومرو ورکولو بهیر په بیا پیلېدو ټینګار وکړ او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه وکړه چې موجود اقتصادي وضعیت ته په پام دې د استادانو او ښوونکو په ټاکل شویو معاشونو بیاکتنه وکړي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پوهنتونونو استادانو ته وویل، تاسو د افغانستان پانګه یاست او افغانستان له معنوي او فزیکي دواړو اړخونو څخه په ګډه ابادۍ ته اړتیا لري. مولوي عبدالکبیر زیاته کړه: ستاسو وړاندیزونو او غوښتنو ته رسیده ګي کېږي او ژر به ټول دولتي پوهنتونونه بېرته پرانېستل شي. د علمي کادرونو د فرار مخنیوي لپاره مو عملي اقدامات پیل کړي دي. نوموړي وویل، اسلامي امارت په هېڅ صورت د عصري علومو مخالف نه دی او په ښه ډول د چارو پرمخ وړو لپاره به وخت په وخت د پوهنتونونو استادانو او متخصصینو څخه سلا مشورې اخیستل کېږي.