د رياست الوزراء اداري مرستيال د فارياب ولايت یو شمېر قومي مشرانو او شخصیتونو سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د فارياب ولايت یو شمېر قومي مشرانو او شخصیتونو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د فارياب ولايت يو شمېر قومي مشرانو او شخصیتونو سره وکتل. 

د دې کتنې په پيل کې، محترم ډاکټر فيض الله کاکړ او الحاج سورګل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په مختلفو برخو کې يې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو او ترسره شويو پرمختګونو خوښي وښوده. 

هغوی زیاته کړه، په افغانستان کې په ډېرو برخو کې مثبت کارونه ترسره شوي، چې ترې انکار بې انصافي ده. 

محترم ډاکټر فيض الله کاکړ د خپلو خبرو په دوام کې د اقتصادي شرايطو پراختيا او د هيواد د عايداتو زياتوالي ته په اشارې وويل، د ورورولۍ فضا او همداراز د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د ښو شرایطو رامنځته کېدل د دې لامل شوي، چې د مختلفو هيوادونو سوداګر او پانګه وال او په بهر کې مېشت افغانان بېرته افغانستان ته وګرځي او دې کار واقعا افغان ملت خوښ کړی دی. 

په مقابل کې، د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو ټولو هيوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د ټولنيزې هوساينې زمينه برابره کړي او د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ په برخو کې مثبت ګامونه واخلي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، په هيواد کې د اسلامي امارت له حاکميت وروسته هڅه شوې، ترڅو د خلکو په منځ کې يووالی او اتفاق لا زيات شي او د هيواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د کارموندنې لويې پروژې تطبيق شي، چې خوشبختانه په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې موجودې دي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې په کور دننه او بهر له ټولو هيوادوالو وغوښتل، ترڅو د يو ازاد، اباد او پرمختللي افغانستان لپاره يو بل ته لاس ورکړي.#