ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت یوشمېر پروژې منظور کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت یوشمېر پروژې منظور کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د اتو هغو تعدیل کړل. 

د ملي تدارکاتو کمېسیون نننۍ نوبتي غونډې ته چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۴۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور، د ۸ تعدیل، د څلورو لغوه او د اتو پروژو د قراردادونو د بيو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکو شرکتونو سره بیاځلې مذاکرات ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

 په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د غزني ولایت د سلطان بند بیارغونه، په کابل ښار کې د تهیه مسکن دوهم نمبر بلاکونه، د لوګر او کندهار ولایتونو د استیناف محکمو ودانۍ، د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونه، په مختلفو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنايي وسایل او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.#