د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي لیو ډیپني او ورسره پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې وشوه، د روغتیا نړیوال سازمان استازي د یاد سازمان د پروګرامونو د تطبیق لپاره د اسلامي امارت د همکاریو مننه وکړه او په افغانستان کې د صحتمندي پروژې پر دوام د ټینګار ترڅنګ یې وویل، د دې پروژې د دوام لپاره مو د روان کال تر پایه ۶۰ میلیون ډالر او د راتلونکي کال تر نیمایي ۱۰۰ میلیون ډالر مالي سرچینې برابرې کړې دي. نوموړي وویل،د صحتمندي پروژې له لارې دا مهال په ټول افغانستان کې ۲۳۳۱ کلینیکونه او روغتونونه تر پوښښ لاندې دي، یاد پروګرام به په ټول افغانستان کې سراسري کېږي او روغتیایي پرسونل ته د معاشونو د ورکړې بهیر هم پیل شوی دی. همداراز د یونیسف د روغتیا نړیوال پروګرام مسوول ابو وویل: موږ خپله ټوله هڅه کوو چې د افغانستان روغتیایي سیستم له سقوط وژغورو او په افغانستان کې پاتې کېږو چې افغانانو ته غوره روغتیایي خدمتونه برابر کړو. په دې غونډه کې، په افغانستان کې د پولیو پروګرام مسوول حامد جعفري د پولیو د تطبیق بهیر ته په اشارې وویل: د پولیو په تېر کمپاین کې ۹ میلیونه ماشومان واکسین شوي او پکې ۲٫۵ میلیونه داسې ماشومان هم وو چې په لومړي ځل واکسین کېږي. نوموړي زیاته کړه، د پولیو د تطبیق پر مهال د دوی کارکوونکي په ټول هیواد کې له هېڅ امنیتي پېښې سره نه دي مخ شوي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو سازمان د ټولو ادارو له فعالیتونو او صحتمندي پروګرام ته د مالي امکاناتو برابرولو له امله مننه وکړه وې ویل، د روغتیا، خوړو، پاکو اوبو او پولیو په برخو کې مو هڅې او کار د ستایلو دی او ستاسو د امنیت تامین ته بشپړ ژمن یوو. مولوي عبدالکبیر په ځانګړي ډول د روغتیا نړیوال سازمان فعالیتونو ته په اشارې وویل: تاسو د ژمنو ترڅنګ عمل هم کوئ او اسلامي امارت ژمن دی چې ټولو وړاندیزونو او غوښتنو ته مو رسیدګي وکړي.