د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د نیمروز له والي محترم شیخ مولوي محمد قاسم خالد سره وکتل.
د دغې کتنې په پیل کې د نیمروز والي محترم شیخ مولوي محمد قاسم خالد په یاد ولایت کې د حکومتولۍ، امنیت او ټولنیز وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
نوموړي زیاته کړه، د نیمروز مجاهدین او مسؤلین خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو او د دوی د ستونزو د حل لپاره شپه او ورځ نه ستړي کېدونکي هڅې کوي او د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو او لارښوونو تطبیق ته چمتو دي.
د نیمروز والي د څښاک اوبو د کمبود ستونزې حلولو، د اوبو د بندونو او د مدرسو او ښوونځیو د جوړولو په برخه کې د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د نیمروز د مسؤلینو فعالیتونه او کړنې وستایلې وې ویل، د امنیت ټینګښت او هیوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي چې اړوند مسؤلین به یې د شته امکاناتو په محدوده کې په اړه لازم اقدامات وکړي.#