د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره وکتل.

په دې کتنه کې، په پیل کې هغوی د بغلان ولایت په ځانګړي ډول د تاله او برفک ولسوالۍ د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.

هغوی وویل، په دې ولایت کې امنیت په بشپړ ډول تأمین دی او مجاهدین او د اسلامي امارت ځایي مسؤلین د خلکو د ستونزو لمنځه وړلو او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅه کوي.

وروسته یادو علماوو او مجاهدینو د کوچنیو او لویو انکشافي برنامو او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو یادونه وکړه او په دې ولسوالۍ کې یې د مجاهدینو وضعیت ته د رسیدګي، د مدارسو او ښوونځیو جوړولو، د لویو لارو بیارغاونې او په مختلفو برخو کې د انکشافي پروژو تطبیق غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اشغالګرو پر وړاندې د بغلان ولایت په ځانګړي ډول د تاله او برفک ولسوالۍ د علماوو او مجاهدینو د هڅو او قربانیو ستاینه وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د امنیت تأمین، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او د هیوادوالو ستونزو ته رسیدګي خپله دنده او مسؤلیت بولي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.#