د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون پرون ماښام د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپيدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې د سیاسي کمېسیون غړو، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال مولوي محمدابراهیم صدر هم حضور درلود، د افغانستان او سیمې په سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د اجنډا له مخې په ورسپارل شویو موضوعاتو، د سترو سیمه ییزو پروژو په عملي کولو، د سرحدي سیمو د امنیتي او ټولنیز وضعیت د لا ښه والي او له یوشمېر هېوادونو سره د سیاسي اړیکو په پیاوړتیا بحث وشو.
د سیاسي کمېسیون په ناسته کې ټینګار وشوچې افغانستان د خپلو سرحدونو او بندرونو د امنیت د تامین لپاره چمتو دی او هیچا ته له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د ضرر متوجه کېدو اجازه نه ورکوي.
په ناسته کې د منځني ختیځ د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښودل شوه او د فلسطین او اسلامي نړۍ د برحقه داعیې ملاتړ وشو.7edited 14:53