د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شیلټر ناو انټرنېشنل مؤسسې مسؤل سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شیلټر ناو انټرنېشنل مؤسسې مسؤل سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په هیواد کې د شيلټر ناو انټرنېشنل مؤسسې مسؤل او څو تنو بهرنیو کارکوونکو سره وکتل.

د شيلټر ناو انټرنېشنل مؤسسې مسؤل وویل، له تېرو څلورو لسیزو راهیسې له افغانانو سره د روغتیا، معارف او اوبو رسولو په برخو کې مرستې کوي او اوس یې د بېړنیو مرستو لړۍ هم پیل کړې او په هرات، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې یې د اړمنو لاسنیوی کړی دی.

نوموړي وویل، هڅه کوي چې د دې مؤسسې د نیمګړو پروژو بشپړولو لپاره مالي سرچینې ومومي او په افغانستان کې د مرستو لړۍ ته دوام ورکړي. 

د شيلټر ناو انټرنېشنل مؤسسې مسؤل د حل په موخه خپلې یو شمېر ستونزې هم د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او زیاته یې کړه، په بهر کې ګڼ خیره بنسټونه او کسان له افغانانو سره د مرستې هوډ لري.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د شيلټر ناو انټرنېشنل مؤسسې مسؤل او کارکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د یاد بنسټ د فعالیت او هڅو ستاینه وکړه.

محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د ټولو همکارو بنسټونو د فعالیتونو ملاتړ کوي او د امکان تر حده ورته اسانتیاوې چمتو کوي.

محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې یادونه وکړه، چې د اسلامي امارت اړوندې ادارې به د یاد بنسټ د ستونزو د حل په برخه کې اقدام وکړي.#