د کابینې شپاړسمې غونډې د افغانستان لاس یو کیلي موټرو ګمرکي تخفیف او د ځینو وارداتي توکو اړوند بحث وکړ

د کابینې شپاړسمې غونډې د افغانستان لاس یو کیلي موټرو ګمرکي تخفیف او د ځینو وارداتي توکو اړوند بحث وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپاړسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ پرون ترسره شوه.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، د هیواد په مهمو اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو په کې بحث ترسره او ځینې پریکړې وشوې.

په غونډه کې پریکړه وشوه چې د افغانستان لاس یو کیلي موټرو ته دې ګمرکي محصول تخفیف د ۱۴۰۵هـ.ش کال تر پایه پورې په یو اندازه تخفیف سره وغځول شي.

همداراز د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته دنده وسپارل شوه چې د ځینو اقلامو د وارداتو په برخه کې له اړوندو ادارو او سوداګرو سره ناسته وکړي؛ ترڅو شفافیت، کمیت او کیفیت په پام کې ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل څخه وروسته د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.