د بلخ ولایت د شهیدانو  پارک او دقوشتیپې کانال سربند څخه د ریاست الوزراء اداري مرستیال لیدنه

د بلخ ولایت د شهیدانو پارک او دقوشتیپې کانال سربند څخه د ریاست الوزراء اداري مرستیال لیدنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي بلخ ولایت ته د سفر په جریان کې پرون ماسپښین د دې ولایت له د شهیدانو پارک او د قوشتیپې کانال سربند څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر الحاج مولوي نورجلال جلالي، د بلخ والي الحاج ملا محمد یوسف وفا او یو شمېر امارتي مسئولینو د ریاست الوزراء اداري مرستیال ملتیا کوله.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي لومړی د شهیدانو یادگار ته دعا وکړه او اسلامي نظام یې د علماوو، د قرآنکریم د قاریانو، طالبانو او د افغانستان د بېلابېلو اقشارو د بې شمېره سرښندنو حاصل وباله.

 نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د شهیدانو د وینو درناوی کوي او هیڅ وخت به اجازه ورنکړي چې د شهیدانو وینې پایمال شي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د قوشتیپې کانال غوندې لویې پروژې د افغانستان د پرمختګ، اقتصادي ودې او پرځان بسیاینې لپاره مهمې وبللې او زیاته یې کړه، اسلامي امارت ژمن دی چې په ټول افغانستان کې لویې ملي پروژې په جدي توګه تطبیق کړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي د قوشتیپې کانال د سربند کار د ادامې لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې دنده وسپارله چې د پروژې کارونه پر وخت بشپړ شي.