د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا د صدراعظم محترم داتو محمد انور ابراهیم له خوا شوې اړيکه کې د سیمهییزو انکشافاتو، په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان پر وروستي وضعيت خبرې وکړې.
محترم رئیس الوزراء پر ايران د امريکا او اسرائيلو د يرغل په پايله کې په سيمه کې د ترينگلتياوو د زياتوالي له امله اندېښه څرگنده کړه.
الحاج ملا محمد حسن اخوند وويل، د ا.ا.ا. اصولي موقف واضح دی چې د تفاهم او گډې همکارۍ له لارې د مشکلاتو په حل باور لري او زياته يې کړه، چې د ا.ا.ا. د تېر کوچني اختر پر مهال د سعودي عربستان، ترکيې جمهوريت او قطر دولت په غوښتنه د دفاعي عملیاتو توقف ته په درناوي ښودلو خپل نېک نيت ثابت کړ.
محترم رئيس الوزراء وويل، چې تاوتريخوالی د هېڅ لوري په گټه نه دی او بايد له داسې اقداماتو څخه ډډه وشي چې د ترينگلتياوو د زياتوالي لامل کېږي او د ستونزو د حل لپاره بايد له حکمت او عقلانيت څخه کار واخيستل شي.
د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې په وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او هيله يې وښوده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ
د تاوتريخوالي لنډمهاله توقف دوام وکړي او شته ستونزې د مخلصانه تفاهم له لارې حل شي.
نوموړي زیاته کړه چې مالیزیا هڅې کوي چې له دواړو لوریو سره په تفاهم په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي.
محترم رئيس الوزراء د مالیزیا صدراعظم له هڅو د مننې ترڅنگ د ورته اړيکو پر دوام ټينگار وکړ.