د رياست الوزراء سياسي مرستيال په کابل کې د جاپان سفير سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال په کابل کې د جاپان سفير سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره وکتل.

د کتنې په پيل کې ښاغلي کورومایا په کابل کې د وروستۍ پېښې له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او دغه پېښه یې وغندله. 

 ښاغلي کورومايا د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت جدي او اغېزناکه مبارزه وستايله او له افغانستان سره یې د جاپان د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

نوموړي وویل، جاپان له وړاندې له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره لس میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده. 

نوموړي زیاته کړه، د جاپان حکومت د افغانستان د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتنې او د اړوندو ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره په پلان کې لري، چې په لومړي قدم کې په کابل کې ملي موزیم ته د درې سوه زره ډالرو مرسته ځانګړې کړي. 

ښاغلي کورومایا، د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ وویل، هیواد یې په پام کې لري چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي. 

په کابل کې د جاپان سفیر څرګنده کړه، جاپان د افغان ټولنې ارزښتونو ته احترام لري، توکیو د اسلامي امارت پر مختګونه څاري او دغه راز یاد هیواد د G7 هیوادونو او اسلامي امارت تر منځ د اړیکو رامنځته کېدو هڅه کوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د یاد هیواد د مرستو او همکاریو مننه وکړه.

محترم مولوي عبدالکبیر له جاپان سره د افغانستان پياوړو اړیکو ته په اشارې وویل، د کابل او توکیو اړیکې خورا مهمې او د دواړو لوریو په ګټه دي او دغه راز جاپان یې د اسلامي امارت د بهرني سیاست مهمه برخه یاده کړه.

محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت هيله لري د دوحې د درېیمې ناستې ژمنې ژر پلې شي او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت د مسؤل حکومت په توګه ټولې ژمنې په یوازې ځان او د چا له مرستې پرته پوره کړې دي.

محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، ژر به د اسلامي امارت له لوري له مخدره توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون عملي کار پیل کړي او له همکارو ادارو او بنسټونو سره به ناستې ولري.#