د کندز ولایت یو شمېر مشرانو، مخورو او شخصیتونو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د کندز ولایت یو شمېر مشرانو، مخورو او شخصیتونو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د کندز ولایت یو شمېر مشرانو، مخورو او شخصیتونو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی ښاغلي ډاکتر محمد یوسف ایوبي د نورو په استازیتوب د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
ښاغلي ډاکتر محمد یوسف ایوبي په هیواد کې د امنیت د ټینګښت او د پراختیایي پروژو د تطبیق په برخه کې د اسلامي امارت د مسوولینو د زحمتونو او کوښښونو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، الحمدلله دا مهال په هیڅ برخه کې هیڅ ډول ستونزه نشته او مسوولین هیوادوالو ته د خدماتو برابرولو کوښښ کوي.
 مولوي عبدالسلام حنفي د دې په بیانولو سره چې افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی او ټول باید په ګډه د هغه د ابادي کوښښ وکړي، په بهرکې مېشتو ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې هیواد ته راستانه شي او د هیواد په ابادي او پرمختګ کې ونډه واخلي.