د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال بامیانو ته د سفر پرمهال په لویه ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال بامیانو ته د سفر پرمهال په لویه ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د یوه پلاوي په مشرۍ نن بامیانو ولایت ته د سفر پر مهال په لویه ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه. 

په دې غونډه کې چې د بامیانو سیمه ییزو چارواکو او مسؤلینو سربېره ګڼو قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو ګډون کړی وو، په پیل کې د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له دوی مننه وکړه، چې د ولسونو د ستونزو د حل په موخه بېلابېلو ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې بامیانو ته راغلي دي.

مولوي عبدالله سرحدي زیاته کړه، له دې وړاندې هم اسلامي امارت د بامیانو ولسونو ستونزې اورېدلي او د حل په موخه یې اقدام شوی.

په دې ناسته کې راغلو قومي مشرانو او مخورو څرګنده کړه، اسلامي نظام په ډېرو سرښندو او قربانیو راغلی او د بامیانو ولسونه له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي. دوی وویل، د اسلامي نظام له برکته په هېواد کې سراسري امنیت تامین دی، زورواکي ختمه شوې او د هېوادوالو ډېری ستونزې حل شوي دي.

د بامیانو قومي مشرانو او علماوو په هېواد کې د قومي، مذهبي او سمتي اختلافاتو او تعصباتو په لمنځه تللو خوښي څرګنده او د بېلابېلو پراختیایي پروژو د تطبیق، دره صوف دهلیز د فعالولو او ځوانانو ته د کارموندنې غوښتنه وکړه.

همداراز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محد علي جان وویل، د ولسونو غوښتنه سوله ییز ژوند او د ملي یووالي پیاوړتیا ده.

وروسته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري وویل، افغانان د تاریخ په اوږدو کې د اشغالګرو په خلاف درېدلي دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر یادې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، اسلامي نظام د ټولو افغانانو ارزو وه او ټول یې د مالکیت حق لري. د بامیانو ولسونه د ستایلو دي چې له اسلامي امارت سره همکاري لري او چاته د مخالف حرکت اجازه نه ورکوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د عمومي عفوې فرمان پلي کېدو ته په اشارې وویل، پخواني چارواکي او مسؤلین کولای شي هېواد ته راستانه شي او د هغوي د راتګ پر وړاندې ستونزه نشته. هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره په هېواد کې ظلم، فساد او زورواکي پایته رسېدلي دي.

محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، اسلامي امارت د ترحم او شفقت نظام دی او په تېرو درې کالو کې په سیاسي او اقتصادي ډګر کې ښې لاسته راوړنې لري. د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو استازولۍ په افغانستان کې فعاله دي، له یوشمېر هېوادونو سره د تجارت بندرونه پرانیستي، نړۍ عملا حقایقو ته تسلیمه شوې ده، خو یوازې رسمي اعلان پاتې او افغانستان په سیاسي لحاظ مخ پر وړاندې روان دی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، په تېرو دریو کلونو کې اسلامي امارت داسې پروژې عملي کړي چې په شلو کلونو کې نه وې عملي شوې. نوموړي سیمه ییزو مسؤلینو ته په خطاب وویل چې له ولسونو سره له ترحم او شفقت کار واخلي.#