د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې له یو شمېر علماوو او متنفذینو سره وکتل.
د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري یادو علماوو او متنفذینو ته د ښه راغلاست پرمهال له هغوی څخه مننه وکړه چې د اسلامي نظام او ملت د یووالي او لانږدېوالي لپاره خپلې ګټورې مشورې او د ولسونو ستونزې له مقاماتو سره شریکوي.
ورپسې محترم مولوي محمدضیا فضلي، محترم مولوي محمدابراهیم سادات او محترم مولوي عارف الله مومند په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د مسئولینو کړنې، خدمات او لاسته راوړنې وستایلې او همدارنګه یې د برېښنا د بندونو جوړولو، د کرنې د ودې ، ښوونې او روزنې، ترانسپورتي او ترافیکي ستونزو د حل ، د مدرسو او جامعو د جوړولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د رياست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع له یادو علماوو او متنفذینو څخه د نېکو مشورو او د هیوادوالو د ستونزو د شریکولو له امله مننه وکړه او وې ویل، ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه به د حل په موخه له اړوندو ادارو او مسئولینو سره شریک کړو .
محترم الحاج ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، مسئولین په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د ښو خدماتو او لازمو اسانتیاوو د برابرولو دوامدارې هڅې کوي او لکه تاسو چې ورته اشاره وکړه، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې او ښه پرمختګونه لري.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، دغه اوسنی نظام د افغانانو د بېدرېغه قربانیو او زحمتونو په نتیجه کې راغلی چې موږ یې قدرداني کوو. حکومت او ملت په خپلو کې سره همکار دي او یو پر بل اعتماد لري او دغه د همکاري او اعتماد روحیه به لاپیاوړې او دوامداره وساتو.