د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه د ترکیې د مستقلو تاجرانو او صنعتکارانو انجمن پلاوي سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په سپيدار ماڼۍ کې وشوه، یاد پلاوي د ترکیې د مستقلو تاجرانو او صنعتکارانو انجمن د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو استخراج او د انرژۍ تولید په خاطر د یاد انجمن لېوالتیا څرګنده کړه او وې ویل، موږ غواړو افغانستان په تولیدي هیواد بدل شي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د پانګونې لپاره د یاد انجمن د پانګونې لېوالتیا څخه په مننې وویل، اوس زموږ په هیواد کې سراسري امنیت تامین دی او اړوندې ادارې به په افغانستان کې ستاسو د پانګونې لپاره د لازمو اسانتیاوو په خاطر اقدام وکړي.