د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غړو، د کمېټو مسؤلینو او ځايي چارواکو یې ملتیا کوله پرون د کنړ ولایت په خاص کنړ ولسوالۍ کې په اجبارې توګه رااېستل شویو کډوالو ته نوی ښارګوټی پرانیست.
په دې مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د اسلامي امارت مشران او مسؤلین ټولو هیوادوالو ته د لازمو اسانتیاؤ برابرولو او خدمت ته ژمن دي او په دې برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېِغوي.
د ریاست الوزراء ادراي مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون رئیس وویل، په دې وروستیو کې ځینو ګاونډیو هیوادونو په اجباري توګه افغان کډوال رااېستلي چې دا چاره د ګاونډیتوب او بین المللي قوانینو خلاف ده، د اسلامي امارت مسؤلین به په خپلو ټولو امکاناتو د راستنو شویو افغان کډوالو خدمت وکړي، ترڅو زموږ وطنوال خپلو ولایتونو او ولسوالیو ته تر لېږد وروسته باعزته ژوند ولري.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کمېسیون د فعالیتونو په اړه وویل، په پیل کې هر مهاجر چې هیواد ته راستنېږي د هرکلي کمېټې له لورې ثبت، تثبیت او بایومتریک کېږي، تر څو ثابته شي چې دا شخص زموږ مهاجر هیوادوال دی یا نه، وروسته د موقتې استوګنې کمېټې له لورې ورته د ځای پرځایېدو وروسته خیمه او د استوګنې اړوند وسایل ورکول کېږي، بیا د روغتیایي چارو او خدماتو کمېټه ورته د څښاک اوبه او روغتیایي خدمات برابروي او مالي کمېټې ورسره یوه اندازه مالي مرسته کوي په پای کې د ترانسپورټ کمېټه یې په وړیا ډول خپل ولایت ته انتقالوي؛ دغه راز نورې کمټې هم په ترتیب سره خپلې ورسپارل شوې چارې مخته وړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په خپلو خبرو کې هغو افغانانو، ملي سوداګرو او خیریه شخصیتونو ته چې د هیواد په داخل یا بهر کې اوسي او مالي توان لري په خطاب کې وویل، په دې ډول شرایطو کې باید خپل دیني او انساني مسؤلیت اداء او د خپل توان په اندازه له کډوالو سره مرستې ترسره او د خپلو وطنوالو د ستونزو په حلولو کې ونډه واخلي.
همداراز اسلامي هیوادونه او بین المللي سازمانونه دا مسؤلیت لري چې د کډوالو د حقونو تأمین او د هغوی د ستونزو حلولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې دغه ښارګوټی د کنړ ولایت په خاص کنړ ولسوالۍ کې موقعیت او ۳۸۲ جریبه مساحت لري چې د شفافې پروسې له لارې به مستحقو راستنو شویو کډوالو ته ووېشل شي.
د دغو مراسمو په پای کې یو شمېر کډوالو ته چې مستحق پېژندل شوي وو، د یوې یوې نمرې ځمکې فورمه او یوه اندازه نغدي مرسته ورکول شوه.#