د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند نن له غرمې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ پلاوي سره چې په رسمي سفر کابل ته راغلی، وکتل.

په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع او په پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محترم مولوي سردار احمد شکېب هم حضور درلود، د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ته ښه راغلاست ووایه او په سیاسي او اقتصادي مسایلو سربېره یې د افغان کډوالو د اجباري اخراج په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء له پاکستان څخه تر دې مهاله د افغان کډوالو د کوربه توب مننه وکړه او وې ویل، په ورستیو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو. دا ډول کړنې نه یوازې فاصلې ایجادوي، بلکې پر تېرو ټولو ښو مناسباتو د بطلان کرښې راکاږې، خدای دې وکړي دغه سفر د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي.

محترم رئیس الوزراء افغانستان او پاکستان دوه مسلمان ګاونډي هیوادونه وبلل چې په سیاسي، اقتصادي، دیني او فرهنګي برخو کې ډېر مشترکات لري، باید موجودو ستونزو ته د خبرو له لارې اساسي حل لارې ولټول شي او د خبرو ترڅنګ عمل مهم دی.

محترم ملا محمد حسن اخند په ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم دروازې بندولو ته په اشارې وویل، د اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو اړتیا ده، هغه عوامل چې سیاسي او اقتصادي اړیکې خرابوي باید مخنیوی او له تکرار څخه یې ډډه وشي.

محترم الحاج ملا محمد حسن اخند د افغان مهاجرینو د اجباري اخراج په اړه وویل، پاکستان باید د مسلمان او ګاونډي هیواد په توګه د اسلامي او بین المللي اصولو مطابق د افغان کډوالو باعزته ستنولو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل، پاکستان د دې پر ځای چې له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د تدریجي ستنولو بهیر کې همکاري وکړي، په یو طرفه اقداماتو ستونزې زیاتوي. له پاکستان څخه مو جدي غوښتنه ده چې له افغان کډوالو سره بد چلند پای ته ورسوي.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د ګاونډيو په شمول د نړۍ د هېڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي، د اسلامي امارت پالیسي په متقابل احترام او حسنه اړیکو ولاړه ده، پاکستان کې ناامني نه غواړي او قول او عمل یې یو دی.

ورپسې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته په خپل سفر خوښي وښوده او وې ویل، د دې سفر موخه له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ده او هڅه کوو په شریکه موجوده ستونزې د خبرو له لارې حل کړو.

نوموړي وویل، پاکستان غواړي د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوی واټن په لوړه کچه د خبرو اترو له لارې لمنځه یوسي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه، د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره به افغانستان ته د پاکستان له لارې په صادرېدونکو زیات شمېر توکو لس سلنه مالیه پای ته ورسوي او د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره نور مهم اقدامات هم په پام کې نیول شوي دي.

په پای کې ښاغلي اسحاق ډار د باور فضا په رامنځته کولو ټینګار وکړ او وې ویل، د پاکستان شته اندېښنې باید له پامه ونه غورځول شي. پاکستان په باعزته توګه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر ته ژمن دی او د اسلامي امارت رئیس الوزراء ته یې له خپل لوري په دې برخه کې د عاجلو اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړ.#