د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په فاریاب کې د برېښنا د توزیع او انتقال درې پروژې پرانیستې.
په دې پروژو کې د فاریاب ولایت له مرکزي سبسټېشن څخه تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلوولټ د برېښنا انتقالي لین غځول، په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټ سبسټېشن جوړول، د بلچراغ ولسوالۍ د ۱۸ او په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د پنځه مېګا ولټ-امپير ظرفیت لرونکو ټرانسفرمرونو له لارې د برېښنا د توزیع شبکو پراخول شامل دي.
پر یادو پروژو یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي او ټاکل شوې چې چارې به یې د خصوصي سکټور له لوري په درېیو کلونو کې بشپړې شي. د دغو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د سیمې خلکو د برېښنا ستونزې راکمې او اسانتیاوې ورته رامنځته شي.#