د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پوهنې محترم وزارت لخوا د ۱۴۰۵ تعليمي کال د پيل په جوړو شويو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
په دغو مراسمو کې، چې د اسلامي امارت د کابینې يو شمېر غړو او مسئولينو هم حضور درلود، د رياست الوزراء اداري مرستيال لومړی د دغو مراسمو جوړولو له امله د پوهنې محترم وزارت له رهبرۍ او مسئولينو څخه مننه وکړه او د نوي ښوونيز کال د پيلېدو له امله يې د پوهنې وزارت مسؤلینو، ښوونکو، زده کوونکو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، د پوهنې وزارت رهبري او مسئولين به د ټول افغانستان په مدرسو او ښوونځیو کې د باکيفيته ښوونيزو خدمتونو وړاندې کولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.
نوموړي همداراز د زده کوونکو والدینو ته په خطاب کې وويل، پر هغوی لازمه ده، چې د خپلو اولادونو د ښوونې او روزنې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي؛ ځکه د ښوونې او روزنې لپاره لومړی ځای د کورنۍ چاپېریال دی، چې پخپل ورځني چلند او کړو وړو د اولادونو په روزنه کې اساسي رول لري.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ښوونکو د زيار او مقام قدرداني وکړه او زیاته يې کړه، استادي يوه دنده نده، بلکې يو اسلامي، اخلاقي او ملي مسؤلیت دی، چې پر اساس يې د دې هيواد اولادونه روزل کېږي او اړتيا ده، چې په ټولو دورو لکه ابتدائيه، منځنۍ او لېسې کې ورته پاملرنه وشي او د هيواد د راتلونکي نسل د لا ښې روزنې لپاره دې د درسونو کيفيت لوړولو هڅه وشي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال پخپلو خبرو کې زده کوونکي هم مخاطب کړل او وې ويل، هغوی دې له تعليمي او تحصيلي فرصتونو څخه په ښه ډول استفاده وکړي او خپل برکتي عمر دې په ښوونه او روزنه مصرف کړي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې زده کوونکي دې له ښوونځیو وروسته وخت څخه په جوماتونو او له علمای کرامو څخه د قرانکریم او اسلامي علومو د زده کړې لپاره استفاده وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په پای کې وويل، اسلامي امارت د دې هيواد اولادونو ته د باکيفيته تعليمي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه يې وغوښتل، چې د تعليمي نصاب، درسي موادو، لابراتوارونو، د ښوونکو د ظرفیت لوړولو، له ښوونځیو څارنې او د تعليمي چارو پرمختګ په برخو کې هر اړخيزه هڅه وکړي.#